سوره الجمعة (جمعه) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 9 ٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ (۹)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤذن د جمعې په ورځ منبر ته د خطيب له ختلو وروسته اذان وکړي، نو لمانځه او خطبې ته د حاضرېدلو لپاره جوماتونو خواته بيړه وکړئ، او راکړه ورکړه پرېږدئ، ترڅو مو له عبادت څخه بوخت نه کړي، دغه ياده شوې هڅه او د جمعې د لمانځه لپاره له اذان وروسته د راکړې ورکړې پرېښودل ستاسو لپاره غوره دي اې مؤمنانو! که چېرې تاسې پردغه پوهېږئ، نو پر هغه څه عمل وکړئ چې الله امر پرې کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ