Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجمعة — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الجمعة • آیت نمبر 9 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 9
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ الجمعة ۶۲:۹
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤذن د جمعې په ورځ منبر ته د خطيب له ختلو وروسته اذان وکړي، نو لمانځه او خطبې ته د حاضرېدلو لپاره جوماتونو خواته بيړه وکړئ، او راکړه ورکړه پرېږدئ، ترڅو مو له عبادت څخه بوخت نه کړي، دغه ياده شوې هڅه او د جمعې د لمانځه لپاره له اذان وروسته د راکړې ورکړې پرېښودل ستاسو لپاره غوره دي اې مؤمنانو! که چېرې تاسې پردغه پوهېږئ، نو پر هغه څه عمل وکړئ چې الله امر پرې کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجمعة • آیت 8 راتلونکې الجمعة • آیت 10