ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول الجمعة ۶۲:۸ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! دغو يهوديانو ته ووايه: پرته له شکه هغه مرګ چې ترې تښتئ که ژر وي او که وروسته هرومرو درسره مخامخېدونکی دی، بيا به د قيامت په ورځ الله ته چې پر پټو او که ښکاره و ورګرځول کېږئ، پر هغه له دغو دواړو(پټو اوښکاره و) هيڅ هم نه پټيږي، نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول، او بدله به پرې درکړي.