Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجمعة — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الجمعة • آیت نمبر 10 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 10
ترجمه:
نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ الجمعة ۶۲:۱۰
تفسیر:
نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجمعة • آیت 9 راتلونکې الجمعة • آیت 11