ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته الزمر ۳۹:۳۶ ⧉
تفسیر:
آيا الله د خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم د دين او دنيا د چارې لپاره بسنه نه کوي او ایا الله به د دشمن څخه د هغه دفاع ونکړي؟! ولې نه، هغه بسنه کوي، ای رسوله! هغوی د ناپوهۍ او کم عقلۍ له امله له الله پرته تا پر هغو بوتانو وېروي چې هغوی يې د الله څخه په غیر عبادت کوي، چې تاته به زيان ورسوي، او څوک چې الله يې خوار کړي او د لارښوونې توفيق ور نه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه او مرسته يې وکړي.