Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 37 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ 37
ترجمه:
او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى؟ الزمر ۳۹:۳۷
تفسیر:
او چاته چې الله د لارښوونې توفيق ورکړي، نو هيڅ داسې لار ورکوونکی نشته چې لار ترې ورکه کړي، آيا الله داسې برلاسی نه دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلای، له هغه چا غچ اخېستونکی چې پر هغه (الله) يې کفر کړی او سرغړونه يې ترې کړې؟! ولې نه، له شک پرته هغه برلاسی غچ اخېستونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 36 راتلونکې الزمر • آیت 38