Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 41 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ 41
ترجمه:
بېشكه مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى د خلقو لپاره په حقه سره، نوهغه څوك چې په سمه لار روان شي، نو د خپل ځان لپاره يې نفع ده او هغه څوك چې ګمراه شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې دى د همدغه (ځان) په ضرر ګمراه كېږي او ته په دوى باندې له سره نګران نه يې الزمر ۳۹:۴۱
تفسیر:
ای رسوله! له شک پرته موږ پر تا د خلکو لپاره قرآن نازل کړ، تر څو يې ووېروې، نو څوک چې په سمه لار شو د لارښوونې ګټه يې د ځان لپاره ده، د هغه لارښوونه الله ته ګټه نه رسوي، ځکه هغه ترې بې پروا دی، او څوک چې لارورکی شو، د لارورکۍ ضرر يې د ځان پرخلاف دی، ته پر هغوی ګومارل شوی نه يې تر څو يې لارښوونې ته اړکړې، پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې د رسولو امر يې درته شوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 40 راتلونکې الزمر • آیت 42