Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 42 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَىٰ عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَىٰ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 42
ترجمه:
الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي الزمر ۳۹:۴۲
تفسیر:
همغه الله دی چې د وختونو له پای ته رسېدلو سره ساګانې اخلي، او د خوب پرمهال هغه ساګانې اخلي چې وختونه يې پای ته نه وي رسېدلي، نو پر کومو چې د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي، او پرکومو چې پرېکړه نه وي شوې هغه له خپلې پوهې سره سم تر ټاکلې مودې پورې راليږي، له شک پرته په دغه اخېستلو، پرېښودلو، مړه کولو او ژوندي کولو کې د هغه قوم لپاره پر دې خبره دلايل دي چې فکر کوي پر دې خبره چې څوک دا کار کوي هغه قادر پر دې چې خلک د هغوی له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره راپورته کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 41 راتلونکې الزمر • آیت 43