Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 44 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 44
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ الزمر ۳۹:۴۴
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، د هغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 43 راتلونکې الزمر • آیت 45