او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه (الله) نه غیر دي (، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي الزمر ۳۹:۴۵ ⧉
تفسیر:
او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي.