Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 46 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 46
ترجمه:
ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه الزمر ۳۹:۴۶
تفسیر:
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره و پوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ د قيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لانجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 45 راتلونکې الزمر • آیت 47