Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 47 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِنْ سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ 47
ترجمه:
او كه په رښتیا سره د ظلم (شرك) كوونكو كسانو لپاره هغه څه چې په ځمكه كې دي، ټول مملوك شي او د دغه په مثل نور ورسره شي، نو دوى به خامخا د قیامت په ورځ كې له بدتر عذاب نه د خلاصي لپاره دغه فدیه وركړي. او دوى ته به د الله له جانبه هغه څه ښكاره شي چې دوى به يې ګمان هم نه كاوه الزمر ۳۹:۴۷
تفسیر:
او که هغه کسان چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، ټول هغه غوره شيان، مالونه او نور شيان او د هغه غوندې څو برابره نور ورسره د هغه سخت عذابه د ځان ژغورلو لپاره فديه کړي چې له بېرته را پورته کېدو وروسته يې وويني، خو دا هغوی لره نه دي، او که فرض کړل شي چې هغوی لره به دا وي، ترې وبه نه منل شي، او هغوی لره به د الله له لوري ډول ډول عذابونه ښکاره شي چې هغوی يې توقع نه لرله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 46 راتلونکې الزمر • آیت 48