او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي الزمر ۳۹:۶۷ ⧉
تفسیر:
او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ، کله يې چې له بې وسو کمزورو مخلوقاتو نور ورسره شريک کړل، او د الله د قدرت له هغو ښکاره نښانو بې خبره شول، چې ځمکه له دومره غرونو، ونو، ويالو او دريابونو سربېره د قيامت په ورځ به د هغه په موټي کې وي، او اوه اسمانونه به يې په ښي لاس کې رانغښتي وي، او هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې مشرکان يې وايي او عقیده يې لري.