او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران) الزمر ۳۹:۶۸ ⧉
تفسیر:
کله چې د شپېلۍ پوکولو مسؤوله پرېښته په ښکر کې پوکی وکړي، ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي مړه به شي، مګر چاته چې الله نه مړه کېدل غوښتي وي، بيا به پرېښته دویم ځل د بېرته را پورته کېدو په موخه پوکی وکړي، نو ټول به ژوندي ولاړ وي، ګوري به چې الله پر هغوی څه کوونکی دی.