Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 69 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 69
ترجمه:
او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي الزمر ۳۹:۶۹
تفسیر:
د بندګانو د بېلوالي په موخه به د الله د تجلي (نور) له امله ځمکه رڼا شي، د خلکو د کړنو پاڼې به وغوړول شي، نبيان به راوستل شي، د محمد صلی الله عليه وسلم امت به راوستل شي تر څو د نبيانو لپاره د هغوی پر قومونو شاهدي ورکړي، الله به د هغوی ټولو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، په دغه ورځ به پرهغوی ظلم نه کيږي، د انسان په بدۍ کې به زيادت نه راځي او نه به يې نيکي کميږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 68 راتلونکې الزمر • آیت 70