او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي الزمر ۳۹:۷۰ ⧉
تفسیر:
او الله به هر چاته بشپړه بدله ورکړي، هغه که عمل يې ښه وي او که بد، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له ښو او بدو کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او په دغه ورځ به هغوی ته يې د کړنو بدله ورکړي.