Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 71 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَلَٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ 71
ترجمه:
او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) نګرانان ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه الزمر ۳۹:۷۱
تفسیر:
او پرېښتې به پر الله کفرکوونکي خلک ډلې ډلې خوار، جهنم خواته روان کړي، تر دې چې دوزخ ته ورسيږي، پر دوزخ ګومارل شوې پرېښتې به د هغوی لپاره د دوزخ دروازې پرانيزي، هرکلی به يې کوي د توبيخ په ډول به ورته وايي: آيا ستاسو له جنسه رسولان نه وو درغلي چې پر هغوی د پالونکي نازل شوي آيتونه يې درباندې لوستلي وای او تاسو يې د قيامت د ورځې له مخامخ کېدو وېرولي وای، چې په هغو کې څومره سخت عذاب دی؟! هغه کسان چې کفر يې کړی پرځانونو د اقرار کوونکو په ډول به ووايي: ولې نه، دا هرڅه شوي، خو پرکافرانو د عذاب کلمه واجبه شوې او موږ کافران وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 70 راتلونکې الزمر • آیت 72