بېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي النساء ۴:۱۰ ⧉
تفسیر:
بیشکه هغه کسان چې خوري او اخلي مالونه د یتیمانو، او پدې کې په ظلم او زیاتي سره تصرف کوي، بیشکه دوی اچوي په خپلو خیټو کې اور چې لمبې به وهي په دوی باندې، او خامخا به یې اور سوځوي د قیامت په ورځ.