Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 11 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ ۚ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ ۚ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ ۚ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا 11
ترجمه:
الله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه جینكو د حصې په مثل (حصه) ده، نو كه دوى (دوه يا) ددوو نه زياتې جينكۍ وي، نو د دوى لپاره دوه په درې برخې دي د هغه (مال) چې ده پرېښى وي او كه چېرې يواځې یوه جینۍ وي، نو د هغې لپاره نیم (مال) دى او د هغه (مړي) مور او پلار لپاره په دواړو كې د هر یو لپاره شپږمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغه (مړي) پریښى وي، كه چېرې د هغه (مړي) لپاره اولاد وي او كه د هغه اولاد نه وي او د هغه وارثان د هغه مور او پلار وي، نو د هغه د مور لپاره درېمه حصه ده، نو كه چېرې د هغه (مړي) لپاره وروڼه وي، نو د هغه د مور لپاره شپږمه حصه ده (دا) پس له (اداكولو د) وصیت نه، چې هغه (مړي) يې وصیت كړى وي یا له قرض نه، ستاسو پلرونه او ستاسو زامن (چې دي)، تاسو نه پوهېږئ چې په دوى كې تاسو ته د فايدې په لحاظ سره څوك ډېر نژدې دي، دا مقرره برخه ده د الله له جانبه، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۱۱
تفسیر:
مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته د میراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ د اولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان د دوو برخو د جینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر د نر بچې نه؛ نو د دوو یا د دوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا د هغې لپاره نیمه برخه د هغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره د هر یو د مور او پلار د مړي شپږمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که د دې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي د دې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر د مور او پلار څخه؛ نو د مور لپاره یې بیا دریمه حصه د مال ده، او پاتې ټول میراث د پلار حق دی، او که چیرته وي د دې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا د دې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال د پلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او د میراث تقسیم به وي وروسته د اداء کولو د هغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط د اداء کولو د هغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی د میراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو د پلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به د یو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې د شر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي د هغه وارث حالات د دې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې د خپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې د خپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 10 راتلونکې النساء • آیت 12