او تاسو لپاره (اى سړیو!) نیمه حصه ده له هغه (مال) نه چې ستاسو ښځې يې پرېږدي كه چېرې د هغوى اولاد نه وي، نو كه چېرې د هغوى اولاد وي، نو تاسو لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغوى يې پرېږدي، پس له (ادا كولو د) وصیت نه چې هغوى په دې سره وصیت كوي، یا له قرض نه، او د هغو (ښځو) لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو (سړي) يې پرېږدئ كه چېرې ستاسو اولاد نه وي، نو كه چېرې ستاسو لپاره وي، نو د هغو (ښځو) لپاره اتمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو يې پرېږدئ، پس له (اداكولو د) وصیت نه چې تاسو د هغه وصیت كوئ، یا له قرض نه او كه یو سړى، یا ښځه چې میراث ترې وړل كېږي، كلاله (بې پلاره او بې اولاده) وي او د هغه (یا د هغې) (مورنى) ورور، یا خور وي، نو په دې دواړو كې هر یو ته شپږمه حصه ده، بیا كه هغوى (د كلاله خویندې، وروڼه) له دې (شمېر) نه زیات وو، نو هغوى په درېمه حصه كې (ټول) شریك دي، پس له وصیته، چې د هغه وصیت كولى شي، يا له قرض نه، چې ضرر رسوونكى نه وي (بل ته په دې وصیت سره) دا د الله له جانبه وصیت دى، او الله ښه پوه، ښه تحمل ولا دى النساء ۴:۱۲ ⧉
تفسیر:
او ستاسو لپاره -ای خاوندانو- نیمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پريښی وي؛ چې کله د هغوی هیڅ اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- ستاسو څخه او یا د بل خاوند څخه، نو که چیرته د هغوی اولاد وي - نارینه یا زنانه- نو بیا ستاسو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پریښی وي، دا به تاسو لره درکول کیږي وروسته د نافذولو د وصیت د هغوی نه، او وروسته د اداد کولو د هغه قرض نه چې په هغوی باندې قرض وي. او د بیبیانو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی وي -ای خاوندانو- که چیرته ستاسو اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- د دې بیبیانو څخه او یا د نورو څخه، نو که چیرته ستاسو اولاد وي -نارینه یا زنانه- نو بیا د هغوی لپاره اتمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی دی، هغوی ته به دا حصه ورکول کیږي وروسته د اجرا کولو ستاسو د وصیت نه، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په تاسو وي. او که چیرته یو سړی مړ شي او د هغه پلار او اولاد نه وي، او یا زنانه مړه شي چې د هغې پلار او اولاد نه وي، او وي د دې مړي لپاره د دې دواړو نه اخیافی (چې یوازی له مور څخه يې وي) ورور یا خور؛ نو پس هر یو د دې دواړو ته شپږمه حصه د مال ده فرضا، او که چیرته دا اخیافي وروڼه او خویندې له یو څخه زیاتې وي؛ نو بیا د دې ټولو لپاره یوځای د ټول مال دریمه برخه ده فرضا، نارینه او زنانه یوشان دي په تقسیم کې، او اخلي دوی دا خپله برخه وروسته د اجرا کولو د وصیت د مړي څخه ، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په دې مړي وي، پدې شرط چې دا وصیت به وارثانو ته څه ضرر نه رسوي؛ داسې چې دا وصیت د ټول مال له دریمي حصې څخه زیات وي، دا حکم چې کوم په دې آیت کې راغلی د الله تعالی له طرفه تاسو ته مضبوط حکم دی چې په تاسو یې فرض کړی دی، او الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې اصلاح کوي په هغه سره بندګان خپل په دنیا او اخرت کې، صبرناک دی ګناهګار ته په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي.