دا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده النساء ۴:۱۳ ⧉
تفسیر:
دا پورته بیان شوي احکام د یتیمانو او نورو خلکو باره کې، د الله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي د الله تعالی او د هغه د رسول په عملي کولو د اوامرو د هغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو د هغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا د الله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی.