او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى النساء ۴:۱۴ ⧉
تفسیر:
او چا چې نافرماني وکړه د الله تعالی او د هغه د رسول په وروسته کولو د حکمونو د هغه او په پریښودلو د عمل کولو په هغو، او یا په شک کولو سره په هغو کې، او د الله تعالی د حکمونو له پولو څخه اوړي؛ داخل به یې کړي اورته همیشه به وي پدې اور کې، او دې لره به پدې اور کې ذلیلونکی عذاب وي.