Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 107 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 107 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنْفُسَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا 107
ترجمه:
او ته د هغو كسانو له طرفه جګړه مه كوه چې له خپلو ځانونو سره خیانت كوي، بېشكه الله له هغه چا سره مینه نه كوي چې ډېر خاين، سخت ګناهګار وي النساء ۴:۱۰۷
تفسیر:
د هيڅ داسې شخص لخوا شخړه مه کوه چې خيانت کوي او د خيانت په پټولو کې له مبالغې کار اخلي، الله هغه څوک نه خوښوي چې ډېر خيانت او ګناه کوونکی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 106 راتلونکې النساء • آیت 108