دوى پټول كوي له خلقو نه او له الله نه پټول نه كوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه (الله) يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى النساء ۴:۱۰۸ ⧉
تفسیر:
دوی پټیږي د خلکو څخه په وخت د کولو د ګناه کې د ویرې او د حیا له وجې، او د الله تعالی څخه ځان نه پټوي، حال دا چې الله تعالی د هغوی سره دی په ګیره اچولو سره په دوی باندې، پټ نشې پاتی کیدلی په هغه باندې هیڅ شی کله چې دوی پټ چلونه جوړوي هغه چې الله تعالی یې نه خوښوي د خبرو څخه، لکه د ګناهګار څخه دفاع کول او د یو بری کس متهم کول، او دی الله تعالی ګیره اچوونکی په هغو کارونو چې دوی یې کوي په پټه او ښکاره، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا بدله به ورکړي د دوی په عملونو.