Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 112 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 112 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا 112
ترجمه:
او هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ النساء ۴:۱۱۲
تفسیر:
او څوک چې وړه ګناه وکړي په غیر له قصده، او یا غټه ګناه وکړي په قصد سره، بیا متهم کړي په دې ګناه سره یو انسان چې بې ګناه وي د دغې ګناه څخه، نو پس یقینا بار یې کړ په خپل دې کار سره سخت دروغ او ښکاره ګناه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 111 راتلونکې النساء • آیت 113