او كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) خامخا په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى۔ او الله په تا باندې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) نازل كړى دى او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او په تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى النساء ۴:۱۱۳ ⧉
تفسیر:
او اې رسوله که پر تا د الله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا د لار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لار ورکي کوي، ځکه د هغوی د لار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او د الله د ساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لارښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او د الله پېرزوينه پر تا د نبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده.