Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 137 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 137 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا 137
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړ، بیا دوى كافر شول، بیا يې ایمان راوړ، بیا كافر شول، بیا دوى په كفر كې ښه مخ په وړاندې لاړل (، نو) الله كله هم داسې نه دى چې دوى ته بخښنه وكړي او نه داسې دى چې دوى به په (نېغه) لاره روان كړي النساء ۴:۱۳۷
تفسیر:
یقینا هغه کسان چې تکرار شوی د هغوی څخه کفر وروسته د ایمان څخه، داسې چې ایمان یې راوړی دی بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، بیا یې ایمان راوړی، بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، او بیا کلک پاتې شوي په خپل کفر باندې او مړه شوي دي په هغه باندې؛ نه دی الله تعالی چې وبخښې دوی ته ګناهونه د دوی، او نه دی الله تعالی چې توفیق ورکړي دوی ته نیغې لارې ته هغه چې الله تعالی ته رسیدونکې لار ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 136 راتلونکې النساء • آیت 138