اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په الله ایمان راوړئ او د هغه په رسول او په هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او په هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره النساء ۴:۱۳۶ ⧉
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او د هغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د قیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو د نیغې لارې څخه په لري والی لوی سره.