اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! شئ تاسو قايم اوسېدونكي په انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور او پلار او نژدې خپلوانو په خلاف وي، كه هغه (كس) مالداره وي، یا غریب وي، نو الله د دې دواړو ډېر خیرغوښتونكى دى، نو تاسو (له حق نه) د اوړېدلو لپاره د خواهشاتو پیروي مه كوئ او كه تاسو ژبې كږې كړئ، یا مخ واړوئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى النساء ۴:۱۳۵ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او د هغه د رسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې د هر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي د یو کس او مالداري د هغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو د ګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی د هغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ د خواهشاتو په ګواهۍ کولو کې د دې لپاره چې د حق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو د هغې د ادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی.