سوره غافر (بښونکی) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۹

وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ ۚ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 9 ٩

او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده (۹)

تفسیر
او هغوی له بدو کړنو يې وساته، پر هغو سزا مه ورکوه، او څوک چې دې د قيامت په ورځ د بدو کړنو له امله له سزا وساتل؛ نو لورېينه دې پرې وکړه، او دغه له عذابه ساتل او جنت ته د داخلېدلو لورېينه هغه لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ