Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 9 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ ۚ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 9
ترجمه:
او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده غافر ۴۰:۹
تفسیر:
او هغوی له بدو کړنو يې وساته، پر هغو سزا مه ورکوه، او څوک چې دې د قيامت په ورځ د بدو کړنو له امله له سزا وساتل؛ نو لورېينه دې پرې وکړه، او دغه له عذابه ساتل او جنت ته د داخلېدلو لورېينه هغه لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 8 راتلونکې غافر • آیت 10