اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې غافر ۴۰:۸ ⧉
تفسیر:
پرېښتې وايي: اې زموږ پالونکيه! مؤمنان هغو تلپاتې جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره کړې ده چې ور ننباسې به يې، او له پلرونو، مېرمنو او اولادونو يې هغه خلک هم ورسره ننباسه چې نېک عمل يې کړی، له شک پرته ته داسې برلاسی يې چې هيڅوک نه شي درباندې برلاسی کېدلای، په خپل تقدير او تدبير کې دې حکيم يې.