Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 7 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ 7
ترجمه:
(له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته غافر ۴۰:۷
تفسیر:
ای رسوله! هغه پرېښتې چې ستا د پالونکي عرش يې پورته کړی او کومې چې ترې چاپېره دي، هغوی يې د پالونکي پاکي بيانوي له هغه څه چې وړ يې نه دی، او پر هغه باور لري، او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي چې پر الله يې ايمان راوړی، چې په خپله دعا کې داسې وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا پوهه او لورېينه هرڅه ته پراخه ده، هغو خلکو ته بښنه وکړه چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې ده او ستا د دين پيروي يې کړې او له اوره يې وساته چې ور ونه رسيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 6 راتلونکې غافر • آیت 8