بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه غافر ۴۰:۱۰ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی د قيامت په ورځ چې کله اور ته ننوځي، پرځانونو غوسه او لعنت کوي وايي به: ستاسو لپاره د الله کينه ستاسو د خپلو ځانونو لپاره ستاسو تر کينې لويه ده کله چې تاسو په دنيا کې پر الله ايمان راوړلو ته رابلل کېدلی خو تاسو پرې کفر کولو او له هغه سره مو نور معبودان شريکول.