Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 11 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ 11
ترجمه:
(نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟ غافر ۴۰:۱۱
تفسیر:
کافران به پر خپلو ګناهونو د اقرار کوونکو په توګه هغه مهال چې اقرار او توبه به يې ګټه نه ورته رسوي، ووايي: ای زموږ پالونکيه! موږ دې دوه ځلې مړه کړو، داسې چې موږ نه وو؛ تا را پيداکړو، بيا دې له دغه پيدايښت وروسته بيا مړه کړو، او دوه ځلې دې ژوندي کړو، يو ځل له نشت څخه په را پيداکولو سره بيا د راپاڅولو لپاره په را ژوندي کولوسره، نو موږ پر خپلو هغو ګناهونو اعتراف وکړ چې کړې مو دي، آيا له اوره د وتلو کومه لار شته چې پرې ولاړشو، او ژوند ته ور وګرځو ترڅو خپل عملونه سم کړو او ته له موږ راضي شې؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 10 راتلونکې غافر • آیت 12