دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو (نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى غافر ۴۰:۱۲ ⧉
تفسیر:
دغه عذاب چې تاسو ته درکول کيږي د دې له امله چې کله به يوازې الله را بلل کېدلو او شريک به نه ورسره نيول کېدلو تاسو به انکار ترې کولو او د هغه لپاره به مو شريکان نيول، او کله به چې شريک ورسره نيول کېدلو ايمان به مو پرې راوړلو، نو پرېکړه يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، مرتبه او برلاسۍ کې لوړ دی، داسې لوی دی چې هر څه ترې کښته دي.