Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 13 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ 13
ترجمه:
دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې (حق ته) رجوع كوي غافر ۴۰:۱۳
تفسیر:
الله هغه ذات دی چې په شاوخوا او ځانو کې مو نښانې درښای، ترڅو خپل ځواک او يووالي ته مو لارښوونه وکړي، او له اسمانه د باران اوبه درته رانازلوي، تر څو د دې لامل شي چې له شينګيو او، کښتونو او نورو شيانو روزي ترلاسه کړئ، او د الله له نښانو يوازې هغه څوک پند اخلي چې هغه ته توبه کوونکی مخلص ورګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 12 راتلونکې غافر • آیت 14