Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 146 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 146 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا 146
ترجمه:
مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او په (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي النساء ۴:۱۴۶
تفسیر:
مګر هغه کسان چې وګرځې د خپل منافقت څخه الله تعالی ته په توبې سره، او خپل باطن اعمال د شرعې موافق برابر کړي، او منګولې ولګوي د الله تعالی په لوظ باندې، او خالص کړي خپل عملونه یوازي الله تعالی ته پرته له ځان ښودنې (ریا) څخه، نو دغه کسان چې دا يې صفات دي، وي به دوی د مومنانو سره په دنیا او اخرت کې، او زر دی چې وربه کړي الله تعالی مومنانو ته ډیر ثواب.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 145 راتلونکې النساء • آیت 147