Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 147 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 147 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا 147
ترجمه:
الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى النساء ۴:۱۴۷
تفسیر:
هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 146 راتلونکې النساء • آیت 148