Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 148 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 148 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا 148
ترجمه:
الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى النساء ۴:۱۴۸
تفسیر:
الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 147 راتلونکې النساء • آیت 149