Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 157 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 157 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ ۚ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا 157
ترجمه:
او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى النساء ۴:۱۵۷
تفسیر:
او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب د وینا د دوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی د مریم چې د الله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه و وژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی و چې الله تعالی په هغه باندې د عیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې د عیسی علیه السلام د قتل دعوی یې کړې وه د یهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی و له نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي د حال د هغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی د ګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی د حق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 156 راتلونکې النساء • آیت 158