بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۱۵۸ ⧉
تفسیر:
بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.