او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې په ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي النساء ۴:۱۵۹ ⧉
تفسیر:
او نشته هیڅ یو کس د اهل کتابو څخه مګر خامخا ایمان به راوړي په عیسی -علیه السلام- باندې وروسته د راښکته کیدلو د هغه نه په اخر وخت کې مخکې د هغه له مرګ څخه، او په ورځ د قیامت به وي عیسی -علیه السلام- ګواهي کوونکی د هغوی په عملونو؛ چې کوم د هغې نه د شرعې سره برابر وو او کوم د شرعې مخالف وو.