Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 160 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 160 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا 160
ترجمه:
نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه النساء ۴:۱۶۰
تفسیر:
نو په سبب د ظلم د یهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو د دوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې د هغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو د دی څارویو، او په سبب د بندولو د دوی خپل نفسونو لره او بندولو د دوی نورو خلکو لره د الله تعالی له لارې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول د دوی خوی او خصلت وګرځیدل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 159 راتلونکې النساء • آیت 161