Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 161 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 161 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 161
ترجمه:
او (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو، او (په سبب) د دوى په ناحقه خوړلو د خلقو مالونو لره، او مونږه په دوى كې د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى النساء ۴:۱۶۱
تفسیر:
او په سبب د دوی د معاملې کولو په سود سره وروسته له هغه څخه چې الله تعالی يې د ورکولو اخیستلو څخه منع کړي وو، او په سبب د اخیستلو د مالونو د خلکو په غیر د شرعي حق څخه، او تیار کړی مونږ کافرانو لره د دوی څخه عذاب دردناک.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 160 راتلونکې النساء • آیت 162