خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي په هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق، خامخا به مونږ دوى ته ډېر لوى اجر وركړو النساء ۴:۱۶۲ ⧉
تفسیر:
لیکن پاخه خلک چې مضبوط دي په علم کې له یهودیانو څخه، او مومنان خلک تصدیق کوي په هغه کتاب چې نازل شوی دی تاته -ای پیغمبره- له قران څخه، او تصدیق کوي په هغه چې نازل شوي دي له کتابونو څخه ستا څخه مخکې پیغمبرانو باندې لکه تورات او انجیل، او قایموي لمانځه لره، او ورکوي د خپلو مالونو زکاتونه، او تصدیق کوي په الله تعالی باندې چې لایق د عبادت دی یواځې هیڅ شریک ورله نشته، او تصدیق کوي په ورځ د قیامت؛ دغه کسان چې دا صفتونه لري زر دی چې وربه کړو مونږ دوی ته ثواب لوی.