بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږه وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته۔ او مونږه داود ته زبور وركړى و النساء ۴:۱۶۳ ⧉
تفسیر:
اې رسوله پرته له شکه تاته مو همداسې وحي وکړه لکه له تا مخکې نبيانو ته مو چې کړې وه، نو ته له رسولانو کوم نوی نه يې، نوح ته مو وحي وکړه، او هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې له هغه وروسته راغلي وو، ابراهيم او د هغه زامنو اسماعيل او اسحاق ته او د اسحاق زوی یعقوب ته او اسباط هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې د بني اسرائيلو په دوولسو قبيلو کې د يعقوب عليه السلام له زامنو څخه وو، عيسی، ایوب، يونس، هارون او سليمان ته مو وحي وکړه او داود ته مو زبور کتاب ورکړ.