Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 164 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 164 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا 164
ترجمه:
او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې النساء ۴:۱۶۴
تفسیر:
او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ د هغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ د هغوی نه یادول د حکمت د وجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر د واسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه د الله رب العزت د شان سره مناسب دي چې دا عزت وو د موسی -علیه السلام- لپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 163 راتلونکې النساء • آیت 165