او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۱۶۵ ⧉
تفسیر:
مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې.