سوره الحشر (راټولونه) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۵

كَمَثَلِ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ۖ ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 15 ١٥

(د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى (۱۵)

تفسیر
د دغو يهودو په خپل کفر او هغه عذاب کې چې پرې راغی بېلګه داسې ده لکه له هغوی د لږ مخکې زمانې د مکې د مشرکانو، چې د خپل کفر بده پايله يې وڅکله، نو د بدر په ورځ چې څوک وژل کېدل ووژل شول او څوک چې بندي کېدل بندي کړای شول، او هغوی لره په آخرت دردوونکی عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ